په سرپل ولایت کې څه باندې ۱۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۰:۲۹
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت غړو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د امارتي غصب شویو ځمکو او د آدرینګ او بلغلي کلیو د اوسیدونکو دوسیو ته د رسیده ګې په منظور مدعا بها ساحو ته ولاړ او یادې شوې ساحې یې د دعوا د دواړو لورو په حضور سره له نږدې ولیدلې او بررسي کړې.

یاد شوي هیئت د آدرینګ او بلغلي کلیو په مدعی بها ساحو کې د عامه څړځای ۱۳۱۶ جریبه او ۱۵ بسوې ځمکه بررسي او امارتي تثبیت کړه چې له دغې جملې څخه د هغې ۳۵ جریبه او ۱۸ بسوې د یادې دوسیې د مدعیانو له خوا او ۳۱۲ جریبه او ۱۷ بسوې نوره د مدعی علیه له لوري په کرنیزې ځمکه تبدیله شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS