په سرپل ولایت کې څه باندې د ۲۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۷ - ۱۲:۲۴
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۱۲ نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

یاد هیئت د سیدآباد ولسوالۍ په چشمه شیرین کلي کې د غصب شویو ساحو دوسیه بررسي کړه او په دغې ساحه کې د عامه څړځای کابو ۲۱۹۴ جریبه ۱۵ بسوې او ۸ بسواسې ځمکه تشخیص او تثبیت کړه.

د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت رئیس او غړي د غصب شویو ساحو د بررسۍ او تثبیت په منظور د یاد ولایت د صیادو ولسوالۍ کپه دار سیمه ته هم سفر وکړ او په دې ساحه کې غصب شوې ساحې د یادې سیمې د سیمه ییزو مسؤولینو او سپین ږیرو په حضور کې تثبیت، تشخیص، کروکي او سکیچ کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS