په سرپل ولایت کې د ۷۵ جریبه غصب شوې ځمکې بررسي او تثبیت

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۰:۴۱
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۱۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ سوزمه قلعه ولسوالۍ ته په سفر سره، په دې ولسوالۍ کې ۷۵ جریبه للمي ځمکه بررسي او تثبیت کړه.

یاد سفر د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت او د مقام تر منځ د غونډې د پریکړې په اساس ترسره شو او هیئت لومړی د سوزمه قلعه او الجهاد ولسوالیو ترمنځ ساحه، د هغو ترمنځ د پولې د تعیین په موخه بررسي کړه.

تخنیکي هیئت د سرپل د سنګتوده ساحې له بررسۍ او نښاني کولو څخه وروسته، د سوزمه قلعه ولسوالۍ د سبزکلان بورقوت په ساحه کې ۷۵ جریبه غصب شوې ځمکه بررسي، تثبیت او تشخیص کړه چې د څېړنو له بشپړولو څخه وروسته به یې په اړه تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS