په زرنج ښار کې له ۲۰۲ جریبه ځمکې څخه لیدنه او بررسي وشوه

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۳:۰
.

د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې د میاشت په ۱۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د زرنج ښار په جنوب لویدیځ کې د کنګ دین محمد کلي ته ولاړ او له ۲۰۲ جریبه ځمکې څخه يې لیدنه او بررسي وشوه.

یاد هیئت اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د تراکتور په واسطه یاده سیمه کې خط واچوي ترڅو د هغې د غصب مخنیوی وشي.

دغه راز یاد شوی هیئت د دغې ساحې اوسیدونکو ته لارښوونه وکړه؛ په هغه صورت کې چې پر دغې ځمکه د مالکیت ادعا ولري، له خپلو سندونو سره دغه هیئت ته حاضر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۴مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه وزارت د خپرونو او عامه اړیکو رياست اړوند د پنځمې رتبې د یوه تش بست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۴۱
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د جمادي‌الأولی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه وزارت د مالي او اداري رياست اړوند د شپږمې رتبې د یوه تش بست رقابتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۰:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت او د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ترمنځ د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد سند لاسلیک شو

د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

BACK TO NEWS