په دولسو ولایتونو کې څه باندې ۱۹۰۰ تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې شو

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز او ولایتي آمریتونو یې په دولسو نورو ولایتونو کې ۱۹۰۵ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي.
دا برنامې د محرم الحرام د مياشتې په ۱۴او ۱۵ مه نېټه د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د مرکز په ګډون په هرات، بادغیس، غور، کنړ، ارزګان، نورستان، تخار، غزني، سرپل، لوګر او جوزجان ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو.
د عدلیې وزارت د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.