په خوست ولایت کې څهباندې ۱۲ زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه
د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ۱۲ زره او ۵۰۵ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې ټوله یاده شوې ځمکه امارتي ده.
دا ځمکه د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د مندوزیو صحرا کلي کې موقعیت لري او په یوې کادستري قطعې کې شامله ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه، خو د ځمکې په اړه د یو شمېر اشخاصو د مالکیت د ادعا پر بنسټ او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې شوې ځمکې دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د دغې ځمکې د مالکیت د مدعیانو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته مشخصه کړه چې دا ځمکه بلندآبه او لامزروع ده او په کادستري اسنادو کې هم د دولت په نوم ثبت او سروې شوې دي.
دې محکمې د ټولو اسنادو او شواهدو له بررسۍ وروسته پرېکړه وکړه چې ټوله یاده ځمکه امارتي ده. د اختصاصي محکمې په پرېکړه کې څرګنده شوې چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون دې له اصولو سره سم د دغې ځمکې په هکله اجراآت ترسره کړي.
د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.