په جوزجان ولایت کې ۵ تنو غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت جواز وویشل شو

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۵۳
.

د جوزجان ولایت، عدلیې ریاست د ربیع الاول د میاشتې په ۱۲ نېټه د یکشنبې په ورځ پنځو تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل.

په هغو مراسموکې چې په همدې مناسبت د جوزجان، عدلیې ریاست په مقر کې جوړ شول د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي امرالله مصلح او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې، عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو لارښوونې د فعالیت له جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل. دغه راز نوموړي له یادو غوښتونکو څخه وغوښتل چې په معاملاتو کې له شرعي حکمونو سره سم منځګړیتوب وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS