په جوزجان ولایت کې کابو ۲۵ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه
د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د جوزجان په مرکز، شبرغان ښار کې د ۲۵ جریبه غصب شوې ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه امارتي ده.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مخکې له دې د شبرغان ښار په صوفي کلا کلي کې د ۲۵ جریبه امارتي ځمکې موضوع بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې د یادې ځمکې دوسیه رسماً د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.
یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو اخیستو وروسته د یادې ځمکې د امارتيتوب پرېکړه وکړه.
د هېواد په کچه د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو او د اړوندو امارتي ادارو د معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.