په جوزجان ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د ۶ دفترونو نظارت کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۳:۴۳
.

د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست د معاملاتو لارښوونو د دفترونو مؤظف نظارتي پلاوي، د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۰ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې، د معاملاتو لارښوونې له شپږو دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونو د دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د قانون مطابق فعالیت ترسره کړي او د امارتي ملکیتونو اخیستلو او پلورلو له معاملاتو څخه مخنیوی وکړي.

د جوزجان ولایت د عدلیې ریاست په دوامداره توګه په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونو له دفترونو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS