په تېره یوه میاشت کې د عدلیې وزارت لخوا لسګونو بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته حقوقي مرستې وړاندې شوي

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۴۱
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست د روان کال د رجب‌المرجب، د میاشتې په ترڅ کې، لسګونو بی‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کړي او په محکمو کې يې د هغوی له شرعي او قانوني حقوقو څخه دفاع کړې ده.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست حقوقي مساعدینو د همدې مودې په اوږدو کې د محکمو په ۶۷ قضايي ناستو کې ګډون کړی او د خپلو مؤکلینو له شرعي او قانوني حقوقو څخه یې دفاع کړې ده.
همداراز په همدې موده کې حقوقي مساعدینو له لوري ۲۵۰ ځله د بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو قضیې تعقیب شوي او ۳۱ تنو غوښتونکو ته وړیا حقوقي مشورې وړاندې شوې دي.
په ورته مهال د حقوقي مرستو رياست په همدې موده کې د کابل ښار په بیلابیلو سيمو کې د عامه حقوقي پوهاوي برنامې جوړې کړي چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د شکمن او تورن د حقوقو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د ماشومانو د روزنې، پر اولادونو د مور او پلار د حقوقو، نشه يي توکي او د هغو احکام، غصب او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست په مدني او جزائي قضیو کې بې‌وزلو زیانمنو، شکمنو او تورنو اشخاصو ته وړیا حقوقي مرستې وړاندې کوي او په محکمو کې د هغوی له حقوقو څخه دفاع کوي ترڅو عدالت په سمه توګه تأمین شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS