په تېره یوه اونۍ کې له ۲۹ داراوکالو څخه نظارت شوی
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۲۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسۍ لاندې ونيول شول چې په ترڅ کې یې یوه دارالوکاله د یو شمېر سرغړونو له امله وتړل شوه.
هیئت د نورو دارالوکالو په چارو کې يو شمېر نيمګړتياوې مشخصې او مدافع وکيلانو ته يې د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.
