په بلخ ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۹
.

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمای الأولی د میاشتې په ۲۱مه نېټه د ‌چهارشنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۶ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

مؤظف پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د بلخ ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۳۹
Background image

د بادغیس عدلیې رئیس د دره بوم ولسوالۍ له مسؤولینو سره وکتل

 د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالرزاق مرزوقي او ورسره مل پلاوي د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد ولایت دره‌بوم ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغې ولسوالۍ له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۳۴
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۰مه نېټه د سه‌‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په اوومه ناحیه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۲۵
Background image

په هرات ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د حقوقي مرستو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.. . .

BACK TO NEWS