په بلخ ولایت کې د ۲۳۹ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۳:۳۱
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د رجب المرجب د میاشتې په ۲۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه. 
په دې ناسته کې د یاد ولایت د چمتال ولسوالۍ اړوند په صدميش کلي کې د دوه سوه نهه دېرش (۲۳۹)  جريبه ځمکې دوسيې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې يې  یاده ځمکه امارتي تثبيت او تشخيص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر، د کمېسیون رئیس او  د اراضۍ او د امارتي ځمکو د استرداد وزارت وارسي کوونکی محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې نوی رئیس معرفي شو

 د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې لپاره نوی رئیس د صرافانو او د عدلیې وزارت د مسؤولینو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د صرافانو لخوا تعیین او معرفي شو.
په دې غوڼده کې د عدلیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتيکا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

BACK TO NEWS