په بلخ ولایت کې د کابو ۱۲۰۰ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۲:۵۰
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار اړوند قلعه قل او په اتمه ناحيه کې د څه باندې  یو زرو یو سلو دوه څلوېښت (۱۱۴۲) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.
تخنیکي هیئت له هر اړخیز بحث څخه وروسته د یادو دوسیو په اړه لازم تصامیم ونیول.
همدارنګه په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بیلابیلو ساحو کې د ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS