په بلخ ولایت کې د څه باندې ۱۷۰ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې
د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخینوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیعالثاني د میاشتې په ۲۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګدون ترسره شوه او د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د څه باندې یوسلو درېاويا (۱۷۳) جریبه ځمکو دوسیې پهکې بررسي شوې.
په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بلخ، چهاربولک او چمتال ولسوالیو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې.
تخنیکي هیئت د یادو دوسیو په اړه له هر اړخیز بحث څخه وروسته، د هغو په تړاو لازم تصامیم ونیول.