په بلخ ولایت کې د نږدې ۷۰۰ جریبه ځمکې بررسي

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۳:۳۵
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۱۳ نېټه د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه.

د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې د مزارشریف ښار په نهمه ناحیه کې د اویا (۷۰) جریبه ځمکې، په دشت‌ شادیان کې د دوه‌سوه او پنځوس (۲۵۰) جریبه ځمکې، د کرنې څېړنیز فارم د درې‌سوه درې اویا (۳۷۳) جریبه ځمکې او د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د پنځه (۵) جریبه ځمکې دوسیې بررسي شوې.

تخنیکي هیئت د یادو دوسیو په بررسۍ سره د هغو په هکله لازم تصامیم ونیول او دغه راز د بلخ په بېلابېلو برخو کې یې د ځمکو اړوند یو لړ نورو موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS