په بلخ ولایت کې د خوادي پروژې په نوم کابو ۶۷۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۴:۵
.

 د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د بلخ ولایت په مرکز، مزار شریف ښار کې د خوادي پروژې په نوم د ۶۷۰ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده شوې ځمکه امارتي ده.

دا ځمکه د مزار شریف ښار په نهمه ناحیه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې د یادې شوې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه چې ۶۷۰ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی.

د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي  غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړه کوي.