په بلخ ولایت کې د «ډیپلوماټیک ښارګوټي» په نوم څه باندې ۲۶۵۷ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۷
.

 د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په بلخ ولایت کې د «ډیپلوماټیک ښارګوټي» په نوم د څه باندې ۲۶۵۷ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې ټوله یاده شوې ځمکه امارتي ده.

دا ځمکه د بلخ ولایت د مرکز، مزارشریف ښار د شادیانو دښتې په سیمه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې د یادې شوې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه دغه ټوله ځمکه چې ۲۶۵۷.۶ جریبه کېږي، امارتي ملکیت دی.

د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي هیئتونه یې او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د امارتي ادارو اړوندو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي  غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.