په بغلان ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د درېیو دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۱۰:۳
.

 د بغلان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د شوال د میاشتې په ۱۵مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت مرکز پلخمری ښار کې، د معاملاتو لارښوونې له ۳۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارتي پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې درې دفترونه د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصیې وشوې.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې، په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخه ونيول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۱۶
Background image

د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو د لېږد رسمي کار پیل شو

 د زندانونو د چارو د تنظیم له ادارې څخه د عدلیې وزارت ته د اطفالو د اصلاح او تربیې مرکزونو (دارالتأدیب) د لېږد مؤظف شوي پلاوي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS