په بدخشان ولایت کې د څه باندې ۳۵۰۰ جریبه ځمکو دوسیې بررسي شوې
د بدخشان ولایت د ځمکو له غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته، د جمادي الاول د مياشتې په ۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون ترسره شوه.
د دغې ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د اشکاشم ولسوالۍ په بېلابېلو ساحو کې د درېزره پنځهسوه او دوه څلوېښت (۳۵۴۲) جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه یې لازمې تصامیم ونیول شول.