په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۸
.

  د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د نیمګړتیاوو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د مدافع وکيلانو کاري ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۲:۱۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د هلمند ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۲مه نېټه د چهار‌شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۳مه نېټه دپنجشنبې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۲:۳۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره مل پلاوي د کندهار ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ. . .

BACK TO NEWS