په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۱۳
.

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۱۹مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.

پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د نیمګړتیاوو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د مدافع وکيلانو کاري ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د خوست ولایت د مرستيال والي ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۴مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د خوست له مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۱۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۱۳
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۱۹مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي. . .

BACK TO NEWS