په بادغیس ولایت کې ۳۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۱۴:۴۰
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د یو شخص له خوا د بند میده قل په پسته زار ساحې کې د عامه څړځای د ۳۰ جریبه ځمکې د غصب په اړه د یو بل شخص عریضه، بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.

د یادې ساحې متصرف هیڅ ډول شرعي سند نه درلود او د هغې په عامه توب یې اعتراف وکړ. تخنیکي هیئت یاده شوې ځمکه اړوندې ادارې ته استرداد کړه. دغه راز یاد هیئت له یو شمېر نورو اشخاصو څخه د هغوی اړوند دوسیې په تړاو شرعي سندونه او مدارک وغوښتل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS