په بادغیس ولایت کې نږدې ۲۳ جریبه امارتي ځمکه استرداد شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۰:۵۶
.

د بادغیس ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۱۸مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه

په دې ناسته کې بالامرغاب ولسوالۍ ته د استول شوي هیئت راپور وړاندې شو چې پر بنسټ یې، یاد شوي هیئت په دې ولسوالۍ کې دوه‌ویشت اعشاریه اته (۲۲.۸) جریبه ځمکه چې امارتي تثبیت شوې وه، استرداد کړې ده.

یاده ځمکه د بادغیس ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ فارم وو.

په یاده ناسته کې د قادس او بالامرغاب ولسوالیو د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په هکله یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS