په بادغیس ولایت کې د کابو ۵۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۸:۲۶
.

د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۹ مه نېته د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ ته سفر وکړ او په دې ولسوالۍ کې یې غصب شوې ځکمې بررسي کړې.
یاد هیئت په دغې ولسوالۍ کې د یو شمېر غصب شویو ځمکو له بررسۍ څخه وروسته ۴۹۴جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص کړه.
په یادو تشخیص شويو ځمکو کې د کرنې رياست اړوند ۳۱۵.۱۵ جریبه ځمکه، د کرنې ریاست کدستري نقشې اړوند ۱۶۹.۸۵ جریبه ځمکه، د پوليسو د ټولي ۱۵.۶۰جریبه ځمکه او د بالامرغاب ولسوالۍ د ګدام ۵.۲۲ جریبه ځمکه په کې شاملې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS