په ارزګان ولایت کې نږدې ۶۵۰ جریبه ځمکه تصفیه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۰:۴۷
.

د  ارزګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ترینکوټ ښار اړوند د خرما په ساحه کې ۶۵۰ جریبه ځمکه تصفیه او تثبیت کړه.

یاده ساحه پخوا د اسلامي امارت لخوا معیوبینو او یتیمانو ته ویشل شوې وه او د هغې د تثبیت بهیر په چټکۍ سره روان دی.

په همدې حال کې د  غزني ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو به حضور سره جوړه شوه او پکې د مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په دغې ناسته کې کاري پلان هم جوړ شو او هیئت له یو شمېر خلکو سره چې د پولیسو ښارګوټي کې یې دولتي ځمکې غصب کړي هم وکتل.

دغه راز یاد شوي هیئت د خواجه عمري ولسوالۍ د قلعه قربان کلي اړوند د دولتي ځمکو له غاصبینو سره هم وکتل او له هغوی څخه یې سندونه وغوښتل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS