په ارزګان ولایت کې د څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۱:۵۲

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئيس او غړو په ګدون سره جوړه شوه.
د هيئت په دې ناسته کې، د یاد ولایت مرکز ترينکوټ اړوند په ناقل سيمه کې تر دعوا لاندې ۳۲۶ جریبه ځمکه بررسي شوه او پرېکړه وشوه، چې د یادې ځمکې دوسیې بشپړېدو پورې د هر ډول نويو تصرفاتو مخه په کې ونيول شي.
همدارنګه په یاده ناسته د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسيې هم تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې او پرېکړه وشوه چې دوسیې یې بشپړې او راپور یې په راتلونکې ناسته کې وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS