پنجشیر ولایت کې څه باندې ۱۴ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه
د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د دوو کاري ورځو (د ذوالقعدې ۱۵ او ۱۶) په ترڅ کې عنابې ولسوالۍ او د دغه ولایت مرکز کې پاراخ کلي ته ولاړ او د امارتي ځمکو د تشخیص او تثبیت په برخه کې اقدام وکړ.
هیئت عنابې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې د هغې له ولسوال سره وکتل او ورپسې د دغې ولسوالۍ عنابه کلي ته ولاړ. هیئت د ټاکل شوې ساحې له بررسۍ څخه وروسته، ۱۱.۷۷۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه او د ساحې له اوسیدونکو څخه یې سندونه وغوښتل.
یاد شوي هیئت دوه یمه ورځ د یاد ولایت د مرکز اړوند پاراخ کلي ته ولاړ او دغه کلي کې د هدیرې وقفي ځمکې ساحه بررسي کړه. هیئت د ساحې له اوسیدونکو سره خبرې وکړې او وروسته یې په هدیرې کې شامله ۲.۲۷۳ جریبه ځمکه امارتي (وقفي) تشخیص او تثبیت کړه.
