پلچرخي زندان کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې د برنامې جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۳۰ - ۱۰:۱۷
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال میاشت په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ له حقوقو او مکلفیتونو څخه د هېواد د اوسیدونکو د خبرولو په منظور د پلچرخي زندان، زندانیانو له پاره د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامه کې، د حقوقي مرستو رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري، د زندانونو د عدلي او قضايي چارو د همغږۍ رئیس مولوي عبدالله حقیق، د یاد زندانو پرسونل او د عدلیې وزارت د حقوقي پوهاوي ورکوونې څانګې مبلغانو برخه اخیستې وه او دغه زندان کې توقیف لاندې له ۳۰۰ تنو څخه زیاتو اشخاصو ته د هغوی د حقوقو په اړه پوهاوی ورکړل شو.

په یاده برنامه کې د حقوقي مرستو رئیس د توقیف شویو د حقونو، د حقوقي مرستندوی د تعیین ډول او د توقیف شویو حقونو ته د رسیدګۍ په برخه کې د عدلیې وزارت د پاملرنې په تړاو خبرې وکړې. نوموړي وویل چې د اسلامي امارت دنده ده چې د هیواد د اوسیدونکو حقونو تامین او له هر راز حق تلفۍ څخه یې مخنیوی وکړي.

د حقوقي مرستو رئیس وویل چې بندیان د ټولنې د بې وزلو وګړو برخه ده او مرستې ته اړتیا لري او دغه مرستې باید له هرې ممکنې لارې صورت ومومي. نوموړي زیاته کړه چې د عدلیې وزارت حقوقي مرستو مرستندویان د هغوی په چوپړ کې دي ترڅو د هغو اشخاصو وضعیت، چې برخلیک یې تعیین شوی نه دی او دوسیې یې تعقیب شوي نه دي، ژر تر ژره بررسی کړي او قضایي ادارو ته یې راجع کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS