پروان ولایت کې څه دپاسه ۵۰ جریبه ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۶
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ په خم کلان ساحه کې دوو کلیو ته ولاړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ساحو د استرداد په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.

یاد شوي هیئت ددغې ساحې د ۸۳ تنو غاصبینو پر کورونو او کرنیزو ځمکو خپل بررسي ترسره کړه او ددغې بررسۍ په ترڅ کې ۳۸۳.۶۸۹ جریبه ځمکه امارتي تشخیص او تثبیت کړه.

 دغه راز یاد هیئت، ۵۰.۹۳ جریبه غصب شوې ځمکه له دریو غاصبینو څخه استرداد کړه او په همدې توګه ددغې ساحې د تصفیه په منظور يې د غاصبینو جدول ترتیب کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS