پروان ولایت کې څه باندې ۸۰ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه
د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د بګرام ولسوالۍ د خم کلان دوه یمې برخې اړوند خاناقا ساحې ته ولاړ او عملي اقدامات یې ترسره کړل.
دغه هیئت، پر ۱۸۲۵ کادستري قطعې د ۲۸ غاصبینو کورونه او کرنیزې ځمکې بررسي کړې او د دغې قطعې پوليې یې مشخصې کړې. د یادې بررسۍ په پایله کې ۸۱.۰۳ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوه.
تخنیکي هیئت د یادو شویو غاصبینو جدول هم د دغې ساحې د تصفيې په منظور جوړ او بشپړ کړ.
