پروان ولایت کې له ۹ زرو جریبو څخه زیاتې ځمکې امارتي تثبیت شوي دي

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۳ - ۱۴:۱۳
.

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو او ددغه ولایت د والي په حضور سره جوړه کړه او په هغې کې د خپل د کړنو راپور له هغه سره شریک کړ.

د بګرام ولسوالۍ په خم کلان سیمه کې د غصب شوو سیمو د بررسي په ترڅ کې تخنیکي هیئت اعلام وکړ چې ۹۰۱۵.۵۳ جریبه ځمکه  په دغې ساحه کې امارتي تشخیص شوې ده. ددغه هیئت په وینا یاده شوې ځمکه د ۱۸۲۷ کادستري قطعې پورې تړاو لري. د پروان والي هم  د ځمکې د غصب د مخنیوي له تخنیکي هیئت څخه قدرداني وکړه.

په همدې حال کې په زابل ولایت کې هم د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه او په هغې کې هغو افرادو ته د استعلام د ویش تصمیم ونیول شو چې د قلات په بازار کې د ملي دفاع وزارت پر ۵ جریبه ځمکه تاسیسات جوړ کړي دي، او دغه راز ددغه ولایت د شینکۍ ولسوالۍ او د خاک افغان ولسوالۍ د بازار د ځمکو  د بررسۍ له پاره هم هیئتونه تعیین شول. دغه راز د نوبهار ولسوالۍ د ځمکو د سندونو د بررسۍ له پاره هیئت تعیین شو.

د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت له ځینو سیمو څخه هم لیدنه وکړه. د هیئت یوه ډله د صبرۍ ولسوالۍ خلبسات سیمې ته ولاړه او هغه شمېر امارتي ځمکې چې د صبرۍ او باک د اوسیدنکو تر شخړې لاندې دي، له نږدې ولیدې او له دواړو لورو سره یې خبرې وکړې او لازم تصمیم ونیول شو چې ډیر ژر به عملي شي.

دغه ډلې د خلبسات په حجرو سیمه کې له ۲۸ جریبه ځمکې څخه چې یو شخص هغه د خپل ملکیت ګڼي، لیدنه وکړه. یاده سیمه کې کار د کرنې ریاست لخوا درول شوی دی.

دوه یمې ډلې په کرنې ریاست کې د داب کلي له مشرانو سره د هدېرې له پاره د ځمکې په اړه مفصل بحث وکړ او هغوی ته یې د یادې ستونزې د حل په برخه کې، ډاډ ورکړ. یادې ډلې د خوست کاروان سرای د ۶ جریبه ځمکې له مالکانو سره وکتل او د کمېسیون د رییس لارښوونې يې هغوی ته وړاندې کړې. یادې ډلې د اسماعیل خیل قوم له مشرانو سره هم وکتل او د ځمکو سندونه د بررسۍ په منظور له هغوی څخه واخیستل شول.

پر دې سربېره، د دایکندي ولایت تخنیکي هیئت د نیلي ښار د ماسټر پلان له غصب شوو سیمو څخه لیدنه وکړه. له بررسۍ څخه وروسته پریکړه وشوه چې ټولې کرنیزې سیمې چې په هغو کې د اوبو چینې او پخوانۍ ثمر لرونکې ونې شتون لري له لاس نه خوړل شوو ځمکو څخه تفکیک شي او خاوندان يې د تخنیکي هیئت کمېټې ته حاضر شي او د اعتبار وړ سندونه هیئت ته وړاندې کړي ترڅو هيئت يې په اړه راتلونکي تصمیمات ونیسي.

دغه راز پریکړه وشوه چې لاس نه خوړل شوې او لا مزروع سیمې په لومړي ګام کې له کرنیزې او باغي سیمو څخه له ماسټر پلان څخه جلا کړل شي او وروسته هغه اشخاص او افراد چې د نیلي ښار د ماسټر پلان لاس نه خوړل شوې سیمې یې غصب کړي او یا هم له نورو څخه پېرلي د تخنیکي هیئت کمېټې ته له خپلو سندونو سره حاضر شي او موضوع دې بررسي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS