پروان ولایت کې له ۹۰۹ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۹:۴۹
.

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې خپل ناسته ددغه ولایت په مقام کې جوړه کړه او یاد ولایت کې د غصب شوو سیمو په بررسۍ سره ۹۰۹.۶۱ جریبه غصب شوې ځمکه امارتي تثبیت کړه.

یاد هیئت د بګرام  ولسوالۍ ګرانشاخ او قورخچي کلیو ته ولاړ او ګرانشاخ کې ۱۱ کادستري قطعې او د بګرام ولسوالۍ مرکز کې دوه کادستري قطعي تر بررسۍ لاندې ونیولې. چې دغه قطعې کادستري سندونو کې دولتي املاک او چمن زار ثبت دي.

په یادو قطعو کې، په مجموع کې نږدې ۱۲۷۹.۵۷ جریبه ځمکه تشخیص او تفکیک شوه چې له دې جملې څخه ۹۰۹.۶۱ جریبه ځمکه امارتي او ۳۶۹.۹۶ جریبه يې په ۱۸۱۴ او ۱۸۲۵ قطعو کې شخصي دي. له یادې ځمکې څخه ۶۹.۶۳ جریبه یې د وخت په تېریدو سره د پنجشیر سیند لاندې راغلي دي.

یادو شوو قطعاتو کې قورخچي قوم او د خانقا اوسیدونکو او د پروان ولایت نورو اوسیدونکو ځمکې تصرف کړي او ځیني برخې یې د غاصبینو لخوا پلورل شوي دي.

.

په همدې حال کې، د کاپیسا ولایت تخنیکي هیئت ددغه ولایت کوهبند ولسوالۍ ته ولاړ او د ځمکې د غصب د مخنیوي برخه کې اقدام وکړ.

هیئت ددغې ولسوالۍ له سیمه ییزو مقاماتو سره وکتل او د امارت د قضایاو آمریت د استردادي قرار د تطبیق په منظور د قلعه سرکاري یا نهر خواجه سیمې ته ولاړ. یاده سیمه له نږدې بررسي شوه او ۲۱۴ جریبه ځمکه د شریعت له حکم او د عدلي او قضایي ارګان له پریکړې سره سم له غاصبینو څخه استرداد او ددغې ولسوالۍ د کرنې ادارې ته وسپارله.

.

پر دې سربېره، د هلمند ولایت دځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه او هم د یاد ولایت له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

یاد هیئت د باباجي ولسوالۍ د باغ ادۍ سیمې ته ولاړ او یوه سیمه یې له نږدې ولیدله او بررسي کړه. دغې سیمه کې د اطلاعات او فرهنګ اړوند یوه تاریخې سیمه او کرنې ریاست اړوند ځمکې غصب شوي او یو اندازه ځمکه هم د غصب په خطر کې ده.

د بررسۍ پایله کې مشخصه شوه چې ددغې سیمې ځیني برخې د زورواکو لخوا غصب شوي دي. هیئت له هغو اشخاصو څخه چې د مالکیت ادعا یې درلودله، سندونه وغوښتل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS