پروان ولایت کې د ۱۲۴ جریبه ځمکې تثبیت
د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو ته سفر وکړ او د دغو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیې قوماندانانو او د استخباراتو له مسؤلینو سره وکتل او خبرې ورسره وکړې.
یاد هیئت د دغو ولسوالیو له سیمه ییزو مسؤلینو څخه د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتونکی شو او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خلکو له خوا د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی وکړي او د امارتي ځمکو له غصب څخه دغه هیئت ته خبر ورکړي.
دغه راز یاد هیئت د شینوارو ولسوالۍ له ناصرخان جلګې څخه لیدنه وکړه او یاده شوې ۱۲۴ جریبه ځمکه یې سکیچ او تثبیت کړه. په همدې توګه دغه هیئت د یاد ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ له سرخ ډاګ او له ده نو دښتې څخه لیدنه او بررسي ترسره کړه.