پروان او کاپیسا ولایتونو کې نږدې ۳ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۱۳:۳۷
.

د پروان او کاپیسا ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د خپلو بررسیو په لړ کې دغو ولایتونو کې نږدې  ۳ زره جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

د ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د فعالیتونو په لړ کې، کاپیسا ولایت کې تخنیکي هیئت ددغه ولایت تګاب ولسوالۍ ته سفر وکړ او په دغې ولسوالۍ کې له غصب شوو ځمکو څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت ددغې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې نږدې ۲ زره جریبه ځمکه په دقیقې کروکۍ سره امارتي تشخیصه کړه او د هغو له غصب څخه مخنیوی وکړ. په غصب شوو سیمو د کورونو جوړولو کار هم د هیئت لخوا ودرول شو او د امیرالمومنین حفظه الله فرمان ددغې ولسوالۍ اوسیدونکو او سیمه ییزو مقاماتو  له پاره تشریح کړ.

1

همدې حال کې، د پروان ولایت تخنیکي هیئت هم د خپلو غونډو په جوړولو سره او ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ د خم کلان سیمې له غصب شوو ځمکو څخه یې لیدنه وکړه او سیمې خلکو ته یې د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه معلومات وړاندې کړل. ددغې سیمې لویدیځې سیمې په کادستر کتاب کې امارتي ثبت دي او د لیږد سند یې شتون نه لري. تخنیکي هیئت ددغې سیمې دقیقې بررسۍ په ترڅ کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه امارتي تشخیص کړه چې د غاصبانو لخوا  پرې ودانې، کروندې او سړې خونې جوړې شوي دي.

د نورستان ولایت د کرنې رییس (د تخنیکي هیئت رییس) هم ددغه ولایت د ولسوالیو له ولسوالانو سره وکتل او له هغوی سره یې د دولتي او غیر دولتي ځمکو د غصب مخنیوي او د ځنګلونو د قطع کولو د مخنیوي په اړه خبرې وکړې. د کرنې رییس د هغوی له پاره د ځمکې د غصب مخنیوي په اړه د امیرالمومنین حفظه الله فرمان تشریح کړ اود هغه د تطبیق غوښتنه یې وکړه. ولسوالانو هم په دغې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه، د ځنګلونو او دولتي ځمکو د ساتنې په اړه يې ټینګار وکړ.

.

سربېره پر دې، د پنجشیر ولایت د ځمکې د غصب مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت شتل ولسوالۍ ته سفر وکړ او د هغو دکانونو او هوټلونو مالکانو له پاره چې په غیر قانوني ډول د سړک او سیند په غاړه جوړ شوي د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه معلومت وړاندې کړل. یاد هیئت له دغو خلکو څخه وغوښتل چې خپل شرعي او قانوني سندونو له هیئت سره شریک کړي ترڅو شخصي او دولتي ځمکي تفکیک شي.

2

دغه راز د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د والي د مرستیال په رهبرۍ د یحیا خیلو ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د وړوکو، کربدین، جلال خیل او ګولي خیل قومونو سره په جلا ډول وکتل. یاد هیئت له یحیا خیلو قوم څخه ددې له پاره چې د اسلامي امارت اصول یې منلی او امارتي ځمکه یې په اجاره نیولې، مننه وکړه.

هیئت پریکړه وکړه چې ټولې یادې ځمکې امارتي دي او یادو قومونو ته په اجاره ورکړل شي ترڅو هم له غصب څخه مخنیوی وشي او هم د امارت عواید زیات شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS