ټاکل شوې ده ډېر ژر په عدلیې وزارت کې د نیالګیو کېنولو پروګرام پیل شي

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۸ - ۱۴:۳

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت په پام کې لري څو د دې وزارت اړوندې ساحې سمسورې او نیالګي په کې کېنوي.

د ۱۴۰۰ کال د کب په ۷ مه د شنبې په ورځ، د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي صاحب عبدالحکیم شرعي، د یوه ساختماني شرکت له انجینرانو او مسلکي کارکوونکو سره وکتل او په عدلیې وزارت کې د سمسورتیا  او نیالګیو کېنولو د پروګرام په هکله ورسره خبرې اترې وکړې.

د عدلیې وزارت سرپرست په دې برخه کې هغوی ته لازمې سپارښتنې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل تر څو ټاکل شوې ساحې آوارې او د سمسورتیا او نیالګیو کېنولو لپاره یې چمتو کړي. ټاکل شوې ده په تعین شوې ساحه کې میوه لرونکي نیالګي او ښکلا لرونکي بوټي کېنول شي. او په همدې منظور د کرنې وزارت ته لیک استول شوی څو میوه لرونکي نیالګي او زینتي بوټي عدلیې وزارت ته په واک کې ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۵:۳
Background image

د حج او عمرې په برخه کې د ستونزو د بررسۍ کمېټې د غونډې جوړېدل

د حج او عمرې او سیاحتي شرکتونو په برخه کې د ستونزو د بررسۍ کمېټې غونډه د شوال د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سېشنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۲:۰
Background image

د روان کال لپاره د کورونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې لوړول ممنوع شول او سرغړوونکي تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي

 د کورونو د کرایې د کنترول ګډې کمېټې د عدلیې وزارت په مشرۍ او د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو امارتي ادارو په غړیتوب په یوې ناسته کې پرېکړه وکړه چې د هېواد په کچه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۸
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړېدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو. . .

BACK TO NEWS