هرات ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د سیمینار جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱ - ۱۱:۴۸
.

د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د جمادي الاول میاشت په ۲۷ نېټه د چهار شنبې په ورځ ددغه کمېسیون د مقررې او لایحې او د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان د تشریح په منظور یو ورځنی سیمینار جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې د هرات ولایت د مولانا جلا الدین بلخي په تالار کې جوړ شو، د عدلیې وزارت سرپرست او ددغه کمېسیون رییس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د یاد کمېسیون غړو، د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر او د هرات، نیمروز، فراه، غور او بادغیس ولایتونو د ادارو رییسانو چې یادو ولایتونو کې ددغه کمېسیون د تخنیکي هیئتونو غړیتب لري، ګډون کړی وو.

په دغه سیمینار کې، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون او د ولایتونو د ادارو رییسانو اړوند د نورو موضوعاتو په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.

د عدليې وزارت سرپرست په دغه سیمینار کې د موضوع په اړه خبرې وکړې او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د فعالیتونو په اړه يې ګډونکوونکو ته معلومات وړاندې کړل.

نوموړي ټینګار وکړ چې دغه سپارل شوي مسوولیت کې غفلت د منلو وړ نه دی او ټول تخنیکي هیئتونه باید خپل مسوولیتونه په اخلاص، جدیت او دقت سره ترسره کړي. نوموړي وویل په هغه صورت کې چې د چا لخوا په کار کې غفلت او سستي ولیدل شي، له دندې به ګوښه کړل شي.

په یاد سیمینار کې، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني هم خبرې وکړې او ددغه کمېسیون د اړتیا په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال ددغه سیمینار بل وینا وال، د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون غړي معرفي کړل.

د چارو د ادارې لوی رییس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور هم د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د مقررې او لایحې په اړه ګډونکوونکو ته معلومات وړاندې کړل. نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د خلکو د شتمنیو او عزت د ساتلو مسوول دی او دغې برخه کې خپل مسوولیت سرته رسوي.

.

دغه راز د هرات ولایت والي شیخ الحدیث نور احمد اسلامجار هم د موضوع په اړه خبرې وکړې، ویې ویل چې د قانون پر وړاندې امارتي مقامات، زورواکي او ټول قومونه یوشان دي او هیڅ امارتي مقام له قانون څخه پورته نه دی. هغه زیاته کړه چې غاصب غاصب دی په هر څېره کې چې وي، د شهید، مجاهد او شیخ پاک نومونو لاندې باید غصب و نه کړو.

د عدلیې وزرات مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په دغه سیمینار کې وویل چې له ملت سره باید داسې چلند وشي چې خلک خپله کمېسیون ته راشي او غصب شوې ځمکې تسلیم کړي؛ ځکه چې زموږ ملت مسلمان ملت دی او ټولو اسلامي او شرعي اصولو ته ژمن دي. نوموړي زیاته کړه کله چې موږ د غصب د ضررونو او ګناه او د هغو آسانتیاو په اړه چې کمېسیون یې ملت ته په پام کې لري، پوهاوی ورکړو،  خلک نور غصب نه کوي او هغه املاک یې چې غصب کړي دي هم بېرته تسلیموي.

یاد سیمینار د سترې محکمې د دارلانشا رییس مفتي عبدالرشید به دعا سره پای ته ورسید. د یادونې وړ ده چې د ولایتونو تخنیکي هیئتونو ته د سیمینارونو د جوړولو بهیر د هیواد په ټولو زونونو کې پای ته ورسید او ددغه هیئت عملي کارونه به د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تثبیت او تشخیص برخه کې لا زیات ګړندي شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS