نیمروز ولایت کې ۳۴۶ زره او ۱۵۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

د نیمروز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت خاشرود ولسوالۍ ته ولاړ او دغې ولسوالۍ کې يې امارتي ځمکې تثبیت کړې.
ددغه هیئت د بررسي پایله کې، نږدې ۳۴۶ زره او ۱۵۰ جریبه ځمکه دغې ولسوالۍ کې امارتي تثبیت او تفکیک شوه او هغې له غصب څخه د ساتنې زمینه جوړه شوه.

په همدې حال کې، د بادغیس ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په مرکز کې له ځینو برخو څخه لیدنه وکړه او د قلعه نو ښار د دریا پل هرات په ختیځ کې د ښاروالۍ ریاست تر ادعا لاندې ۱۷۰۰۰ متر مربع (۸.۵ جریبه) ځمکه تر بررسۍ لاندې ونیوله او د هغې له متصرف څخه يې سندونه وغوښتل.
دغه راز یاد هیئت، د حلقوي سړک په مسیر کې د دریاپل ګنج شمال کې د ښاروالۍ ملکیت چې د دوه تنو لخوا پرې دوکانونه او د موټر تم ځای جوړ شوي، بررسي کړې او د هغې له متصرفینو څخه سندونه وغوښتل.
ګنج چوب فروشان د اوبو وړل شوو ځمکو په مسیر کې د ښاروالۍ تر ادعا لاندې ده هم د هیئت لخوا له نږدې بررسي شوه او اړوند اشخاص يې جلب شول. دغه راز د قلعه نو په چوک پسته کې د حاجي عزیز بازار او د حاجي احمد بای ګاراج د هیئت لخوا وکتل شو او له متصرفینو څخه یې سندونه وغوښتل شول.
یاد هیئت، په شمال دریا زیارت، بندر قادس کې د دره ګیو جومات زیارت او د خلیفه بهرام زیارت کې اوقافي ملکیتونه چې د حج او اوقافو ریاست تر ادعا لاندې دي هم بررسي کړل.