نږدې ۷۴ جریبه ځمکه په خوست ولایت کې د غاصبینو له منګولو څخه ازاده شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۱:۴۰
.

د خوست ولایت د تخنیکي هیئت څخه یو ګروپ د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي په منظور د صبري (یعقوبي) ولسوالۍ ته سفر وکړ او ددغې ولسوالۍ له ولسوال سره یې وکتل.

یاد هیئت ددغې ولسوالۍ په لیو پاله سیمه کې ۷۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه او د غاصبانو څخه یې آزاده کړه. یاد هیئت ددغې ولسوالۍ مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې دغه ځمکه د عوایدو د زیاتولو په منظور په اجاره ورکړي. په همدغې ولسوالۍ کې یوه قطعه نوره ځمکه هم امارتي تثبیت شوه او ازادولو له پاره به یې ډیر ژر عملي اقدام ترسره شي.

یاد هیئت د خلبسات سیمه کې هم ۴ جریبه ځمکه چې د سیمې د خلکو لخوا د هدیرې په نوم غصب شوې وه. ازاده  کړه.

.

د هرات ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې، د پل مالان ختیځې او لویدیځي ځمکې، د رباط غوریان چمن او  شاوخوا یې د امارتي ملکیتونه او په ابولولید سیمه کې ۵۰۵ جریبه ځمکه د بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.

په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې تخنیکي هیئت د یادو ځمکو د امارتي سندونو، د متصرفینو سندونه، د کادستر نقشې، او ددغو ځمکو ظاهري حالت له بررسۍ څخه وروسته ددغو ځمکو په اړه تصمیم ونېسي.

د هیئت په واک کې د سندونو او نقشو ورکولو او د ولسوالیو د سیمه ییزو مقاماتو د همکارۍ په اړه هم بحث وشو او  موضوع د هرات له والي سره شریکه شوه. د هرات والي هیئت ته په دغې برخه کې د همغږۍ او همکاریو ډاډ ورکړ.

..

د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت هم ددغه ولایت د والي له مرستیال سره وکتل او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د تخنیکي هیئت د لاسته راړنو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. د پکتیکا د والي مرستیال په دغې برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS