ننګرهار ولایت کې یو شمېر هستوګنیز بلاکونه د کرایې له پلوه نظارت شول
د ننګرهار عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلا آباد ښار د لومړۍ ناحیې په سیمه کې له یو شمېر هستوګنیزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت په ترڅ کې ۳۸ بلاکونه د کرایې له پلوه بررسي شول او کمېټې، د دغو بلاکونو له مالکینو سره د کورونو د کرایې د معیار جدول شریک کړ او پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.
همداراز د کورونو د کرایې د کنټرول کمېټې د هستوګنیزو بلاکونو پر مسؤولینو ټینګار وکړ چې معاملات د معاملاتو لارښوونې دفترونو له لارې ترسره کړي، په ودانیو کې دفترونه او هستوګنیز منزلونه سره جلا کړي او ضروري خدمات لکه د وسایطو تمځای په وړیا توګه کرایه نیونکو ته وړاندې کړي.
له بلې خوا د هستوګنیزو کورونو مالکینو ډاډ ورکړ چې یاد موارد پلي کوي او معاملات هم د معاملاتو لارښوونې دفترونو لهلارې ترسره کوي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.
