ننګرهار ولایت کې څه دپاسه ۶۳۰۰ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۸ - ۱۴:۴۸
.

د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هم هیئت له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه او دولتي ځمکې یې پکې تثبیت کړې.

هیئت د جلال آباد ښار درېیمې ناحيې اړوند په علي خیل ساحه کې د یو وقفي جومات په اړه بحث وکړ.

یاد شوي هیئت اشخاصو ته د « شپږ جریبه ځمکو» په نوم د ځمکو د ویشلو د موضوع په اړه چې کمونستي رژیم کې ترسره شوې او د اسلامي امارت د ۲۶ ګڼې فرمان پر اساس لغو شوې هم بحث او بررسۍ لاندې ونیوله.

دغه راز تخنیکي هیئت د رودات ولسوالۍ په کان قطرغه کې د کوچیو لخوا  د یو اندازه غصب شوې ځمکې په اړه بحث وکړ او ساحې ته حاضر شوو. هیئت له څیړنو څخه وروسته په ساحه کې  ۶۳۰۹ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړه.

یاد شوي هیئت ځايي اوسیدونکو ته خبرتیا ورکړه چې ساحه کې نوي تاسیسات جوړ نه کړي او هم یې امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د تاسیساتو جوړولو اجازه ورنه کړي

.

په همدې حال کې د  خوست ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته هم د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه. او هم له ځینو سیمو څخه لیدنه وشوه.

هیئت د صبرۍ ولسوالۍ د کرړو ساحې د ۱۱۰ جریبه ځمکې په اړه چې تېره اوونۍ لیدل شوې وه، بحث وکړ او پریکړه وشوه چې سندونه او سوابق یې په دقیق ډول بررسي شي.

هیئت له غونډې څخه وروسته د ګربزو ولسوالۍ کرم ساحې ته ولاړ او له هغو ځمکو څخه چې د سکرو ډبرو د پروسس له پاره غوره شوې وه لیدنه وکړه. یو شمېر خلک یاده ځمکه خپل ملکیت ګڼي یاد شوي هیئت د شریعت له اصولو سره سم خاصه مرعی تشخیص کړه.

په همدې توګه هیئت د شنې قطعې په همکارۍ سره په خوني خوړ ساحه کې پر امارتي ځمکه د یو شمېر اشخاصو تصرفات ویجاړ کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS