لوګر ولایت کې د تخنیکي هیئت لخوا د ۳ زره جریبه ځمکې بررسي

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۹:۱۰
.

د لوګر ولایت د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت ددغه هیئت له ناستې جوړولو څخه وروسته پل علم کې د وزیر کارېز دښتې ته ولاړ او ددغې دښتې کادستري نقشې یې بررسي کړې.

یاد هیئت دغې سیمه کې ۸ قطعې کادستري نقشه کې ۳ زره جریبه شامله ځمکه تر بررسۍ لاندې ونیوله.

ځینو اشخاصو دغو قطعو کې د مالکیت ادعا درلوده او ادعا کوي چې شخصي ځمکې هم دغو قطعو کې شاملې دي. ددغو اشخاصو سندونه به ډیر ژر له کمېسیون سره شریک کړل شي.

.

په همدې حال کې، د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد په اړه او کمېسیون ته د ناستو د راپور وړاندې کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

دغه راز یاده ناسته کې، کوټه عشرو سیمه کې د غصب مخنیوي برخه کې د هیئت د لاسته راوړنو په اړه بحث وشو او دغه راز پریکړه وشوه چې هیئت سید آباد ولسوالۍ اړوند تړیو سیمه کې د مدعی بها ځمکې د تشخیص او تثبیت په منظور حضور پیدا کړي. دغې ناسته کې د راپور جوړولو پر څرنګوالي  او کمېسیون سره د هیئت د حاضرۍ شریکولو په اړه لازم تصمیم ونیول شو.

.

پر دې سربېره، د پنجشیر ولایت تخنیکي هیئت د غصب شوو سیمو د اسکیچ، مساحت او حدودو تعیین له پاره ددغه ولایت شتل ولسوالۍ ته ولاړ او له سیمه ییزو او امنیتي مسوولینو سره له کتنې او هغمږۍ څخه وروسته خپل کار پیل کړ. یاد هیئت د پنجشیر لوی سړک او سیند غاړو ته څېرمه ټول دوکانونه، هوټلونه او ودانې شوې سیمې اسکیچ او د هغو مساحت او حدود یې تعیین کړل.

د کنړ ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوی تخنیکي هیئت هم د یاد ولایت مرکز کې له نو آباد کلي څخه لیدنه وکړه او د شخصي او امارتي املاکو د تفکیک کار یې پیل کړ او د هغو تر منځ د جلا والي حد يې نښاني کړ ترڅو شخصي املاک له امارتي املاکو څخه تفکیک شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS