له غاصبینو څخه د تيرو ۹ میاشتو په ترڅ کې نږدې د ۵۹۰ زره جریبه غصب شوې ځمکې استرداد

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۳:۵
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۰ نېټه د پنجشنبې په ورځ د خپل فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د خبري ناستې (ملت ته د دولت حساب ورکولو) په ترڅ کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې وړاندې کړ. د یاد راپور په اساس د تېرو ۹ میاشتو په ترڅ کې نږدې ۵۹۰ زره جریبه امارتي او عامه ځمکې له غاصبینو څخه استرداد شوي دي.

د امارت د قضایاو لوی رئیس او د کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق د یاد راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې د امیرالمومنین حفظه الله د فرمان مطابق د کمېسیون له جوړیدلو څخه ۱۰ میاشتې او د یاد کمېسیون د فعالیتونو له پیل څخه ۹ میاشتې تیرې شوي او د یادې مودې په ترڅ کې د هیواد په کچه سلګونه زره جریبه ځمکې بررسي، تثبیت او استرداد شوي دي.

د نوموړي په وینا، د یادې مودې په ترڅ کې ۷ میلیونه ۹۴۹ زره او ۷۲۱ جریبه ځمکه بررسي شوې، ۷ میلیونه ۵۵۱ زره او ۳۴۳ جریبه ځمکه تثبیت او تشخیص شوې او ۵۸۹ زره او ۴۹۹ جریبه ځمکه له غاصبینو څخه استرداد شوې ده.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون سکرتر وویل چې څه باندې پر ۴ زره او ۴۸ جریبه ځمکې د کمېسیون او همکارو ادارو له خوا د امارتي توب پریکړه شوې خو د متصرفینو د عدم قناعت په دلیل، موضوع د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد ځانګړې محکمې ته تحویل شوې ده. په همدې توګه څه باندې د ۵ زره او ۷۵۰ جریبه  نورې ځمکې موضوع د پیچلتیا په دلیل یادې محکمې ته تحویل کړل شوې ده.

دغه راز نوموړي د نوي کابل پروژې په اړه وویل چې دغه پروژه یوه حیاتي پروژه ده او تېرې ادارې و نه شو کولی چې هغه پلي کړي ځکه غاصبینو خنډونه جوړول او ونډه یې غوښتله. د نوموړي په وینا، کمېسیون د روژې په میاشت کې پر هغې د تصفیې کار بیاځل پیل کړ چې د هغې لږه اندازه پاتې او په نږدې ورځو کې به د یادې پروژې پرانیسته وشي. نوموړي زیاته کړه چې د دغې پروژې پلي کیدل د کابل ښار د پراختیا او خلکو له پاره به د کار زمینې برابره شي.

د عدلیې وزارت د قضایاو لوی رئیس د کندهار عینو میني ښارګوټي موضوع په اړه هم معلومات وړاندې کړل ویې ویل چې د افغانستان په کچه دا یو ډیر مهم کار دی چې د فساد په دلیل د هغې کارونه وړاندې له خنډونو سره مخ او درول شوي وو. د نوموړي په وینا، سندونه يې اوس مهال تر زیاتې کچې پورې وروستي شوي او د وروستۍ پریکړه په موخه ځانګړې محکمې ته استول شوي او ودانیز کارونه یې هم په چټکې سره روان دي.

 نوموړي د یو لړ نورو موضوعاتو په تړاو له دغې جملې د ننګرهار کانال ځمکې او د کابل په بېلابېلو برخو کې د ۴۱ زره او ۹۷۲ جریبه ځمکې په اړه معلومات وړاندې کړل او دغه راز ویې ویل چې کمېسیون پلان لري چې په ۱۴۴۵هجري قمري کال کې درې میلیونه جریبه ځمکه له بررسۍ څخه وروسته تشخیص او تثبیت او د غاصبینو له منګولو څخه آزاده کړي او د اسلامي امارت د ځمکو بانک ته یې وسپاري.

مولوي احسان الله وثیق ټینګار وکړ چې په روان کال کې د کمېسیون لومړیتوب د هغو ځمکو استرداد دی چې خلکو او اسلامي امارت ته ډیره ګټه ولري؛ له دغې جملې په خپل سر ښارګوټي او سترې عام المنفعه پروژې دي. د نوموړي په وینا د کمېسیون مشرتابه به په روان کال کې ډیری ولایتونو ته به سفر وکړي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې به اقدام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS