له سید آباد ولسوالۍ څخه د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت لیدنه
د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت یو شمېر غړو، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د سید آباد ولسوالۍ ټوپ دښتې ته سفر وکړ.
یاد شوي هیئت د یادې ولسوالۍ د سیمه ییزو مقاماتو په ملتیا په دغې ساحې کې له ۲۹۲۶ کادستري ټوټې څخه لیدنه وکړه.
دغه راز یاد شوي هیئت د یادې ځمکې له متصرفینو سره وکتل او هغوی ته یې معلوماتي استعلامونه وویشل.