له اسلامي نظام څخه د پکتیا ولایت د څمکنیو د مشرانو ملاتړ

waheed
شنبه ۱۴۰۱/۷/۹ - ۱۵:۱۱
.

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ قومي مشرانو په یوه ناسته کې چې د ربیع الاول میاشتې په ۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د سیمه ییزو ستونزو د حل کولو کمېسیون لخوا جوړه شوې وه، په هېواد کې د اسلامي نظام له جوړیدو خپل ملاتړ اعلام کړ.

720

په دغه ناسته کې چې د پکتیا ولایت د عدليې رییس هم د کمېسیون د غړي په توګه ګډون کړی و، د کمېسیون رییس او غړو، قومي مشرانو، د دین علماو، ځوانانو د شهیدانو وارثانو هم حضور درلود.

د کمېسیون غړو د کمېسیون د جوړیدو دلیل ته په اشارې سره وویل چې د یاد کمېسیون موخه د خلکو د ستونزو هوارول دي او له خلکو څخه یې وغوښتل چې خپل ستونزې په آزاده توګه له هغوی سره شریکې کړي ترڅو د حل سمه لار ورته وموندل شي.

1000

د ستونزې له اورېدو وروسته د عدليې رییس او د کمېسیون نورو غړو، په خپلو ویناو کې د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دغو غوښتنو په اړه به عملي ګامونه واخیستل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS