لغمان ولایت کې ۷۲ زره او ۶۷۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۳ - ۱۲:۵۵
.

په لغمان ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي هیئت خپله د یارلسمه غونډه د یکشنبې په ورځ د جمادي الثاني میاشت په ۸ نېټه د لغمان ولایت دکرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ د کرنې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

یاده غونډه د کلام الله مجید آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، د اجنډا سره سم د تخنیکي هیئت رییس مولوي محمد ولي محسن  وینا وکړه او د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تثبیت او تشخیص په برخه کې د کارونو د لاچټکتیا له پاره لازمې لارښوونې وکړې او په دې اړه  لازم تصمیمونه ونیول شوو.

 په ورته مهال تخنیکي هیئت د مرکز اړوند نوآباد، ډیوې او الکوزي کلیو له هغو غاصبینو سره وکتل چې په ۵۴,۵ جریبه امارتي ځمکه یې شنې خونې جوړې کړې دي. د تخنیکي هیئت رییس  له دوي څخه د غصب د علت پوښتنه وکړه او د دوي نظرونه یې واوریدل، په پایله کې غاصبینو  ومنله چې ځمکه امارتي ده او  د یادې ځمکې د اجارې غوښتنه یې وکړه چې له نهایي بررسۍڅخه وروسته به دوي ته دغه ځمکه په اجاره ورکړل شي.

.

 او همداراز  تخنیکي هیئت د لکړۍ سیمې د ۱۰۰ جریبه اجاره شوې ځمکې  له اجاره دار سره وکتل چې یاده اندازه ځمکه دځائي سیمې د یو شمیر خلکو له خوا غصب شوې او اجاره دار یې د کار او فعالیت څخه منع کړی وه. له بحث او تصمیم نیونې څخه وروسته یاد هیئت د باباصاحب دښتې ته ولاړ او هلته یې د باباصاحب په کمپ کې ځائي خلکو ته په امارتي ځمکو کې د نوو کار کولو د منعې په هکله د امیرالمومنین فرمان تشریح کړ او هغوی ته یې لازمه توصیه وکړه.

د هیئت هر اړخیزې بررسۍ په پایله کې  د باباصاحب په دښته کې ۷۲ زره او ۶۷۱ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوه. د یادولو وړ ده چې له دې جملې څخه ۱۸ زره او ۸۶۰,۳ جریبه ځمکه په کادستري نقشو کې امارتي ښودل شوې ده او ۱۳ زره او ۷۴۷ جریبه ځمکه اجاره دارانو او مختلفو اداراتو ته د ښارگوټو جوړولو لپاره په قانوني توګه توزیع شوې او شاوخوا ۵ زره جریبه ځمکه اشخاصو د سرپناه لپاره غصب کړې او پاتي نوره عامه مرعی ځمکه شتون لري چې د اشخاصو د هر ډول تصرف او غصب څخه یې مخنیوی وشو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS