لغمان ولایت کې ۲۱۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۸ - ۱۰:۲۶

د لغمان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو او د علینګار ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان په حضور سره جوړه شوه او دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه هم لیدنه وشوه.

دغې ناسته کې د تخنیکي هیئت د عمده فعالیتونو او کمېسیون ته يې د راپور وړاندې کولو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه او د علینګار ولسوالۍ له ولسوال او امنیه قوماندان څخه د عامه مرعی ځمکې پر سر د کچور او ابي ناو خلکو د شخړې او د دواړو قومونو له مشرانو سره خبرې او معلومات واخیستل شول.

دغه راز یاد هیئت قرغه یي ولسوالۍ ته ولاړ او د حسین آباد سیمه کې د ۲۱۶ جریبه ځمکه چې پخوا تر بررسۍ لاندې وه، امارتي تثبیت کړه او غاصبینو ته یې په اجارو ورکړه او د هغې له غصب څخه یې مخنیوي وکړ.

.

په همد حال کې، د بلخ ولایت تخنیکي هیئت ناسته هم د هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې په دولت آباد کې د افسران او آزادي ښارګوټو مسوولینو ته د ویشل شوو استعلامونو جوابیې بررسي شوې. دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې دشت شور په دولت آباد کې د افسران ښارګوټي څخه لیدنه وشي او مساحت یې د کادستر ټیم لخوا تعیین شي. دغه راز پریکړه وشوه چې د آزادي ښارګوټي په اړه له استیناف محکمې څخه معلومات وغوښتل شي.

دغې ناسته کې، د ښارګوټو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د کمېسیون تر پریکړې پورې له جوړولو، پېرلو او پلورلو څخه ډډه وکړي. دغه راز د کرنې ریاست او د ناصر خسرو بلخي پروژې د ۳۷۵ جریبه ځمکې د معلوماتي نیمګړتیاو د حل او کمېسیون ته یې د راپور وړاندې کولو په اړه ټینګار وشو.

.

یاد هیئت د مارمل، ذبیح الله شهید او بحر آب بې ځایه شوو ښارګوټو څخه لیدنه وکړه او د هغو له مالکانو څخه یې سندونه وغوښتل. د بحرآب ښارګوټی د کادستر ټیم لخوا مساحت شو او د ذبیح الله شهید ښارګوټي کروکي هم اخیستل شوي دي.

پر دې سربېره، د جوزجان ولایت تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د جوزجان ولایت په مرکز د صوفي قلعې، چهلمرد او قنجوغه کلیو کې پر امارتي ځمکو د یو شمېر اشخاصو سندونه چې د ملکیت ادعا يې درلودله، بررسي شول او اړوند اشخاصو او مراجعو ته استعلامونه وویشل شول.

.

دغې ناسته کې، یو ټیم ته دنده وسپارل شوه چې د جوزجان مرکز مرنجان کلي ته ولاړ شي او ۷۴ جریبه امارتی غصب شوې ځمکه چې د هغې د استرداد قرار وړاندې صادر شوی وو، تشخیص او تثبیت کړي.

د نیمروز ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې تصمیم ونیول شو چې وروسته له دې اوونۍ کې یو ځل غونډه جوړه کړي او له غونډې څخه وروسته غصب شوو سیمو ته ولاړ شي او د غصب شوو سیمو د استرداد برخه کې اقدام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS