لغمان ولایت کې څه دپاسه ۵۷ جریبه امارتي ځمکه له غاصبینو څخه استرداد شوه

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۶:۴۰
.

د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو  په حضور سره جوړه شوه او یاد هیئت هم د علینګار ولسوالۍ اوي ناو ساحې ته ولاړ او یو اندازه غصب شوې امارتي ځمکه یې استرداد کړه.

دغې ناسته کې، د تخنیکي هیئت د مخکنۍ اوونۍ فعالیتونو و ارزول شوو او دغه راز هیئت د تره خیل او اکاخیل قومونو له څو تنو کوچیانو سره چې څه موده مخکې په «تبۍ کونج» کې پر ځمکې جنجال درلود او موضوع يې ددغه ولایت د مقام لخوا هیئت ته راجع شوې وه، وکتل. یاد شوي هیئت له هغوی څخه معلومات او سندونه وغوښتل.

یاد شوي هیئت د لغمان د والي مرستیال او د هغه له مل پلاوي سره علینګار ولسوالۍ ته ولاړ او له سیمه ییزو مقاماتو سره یې وکتل. ورپسۍ دغه هیئت اوي ناو ساحې ته ولاړ او دغې ساحه کې د غاصبینو لخوا نوي جوړ شوي کورونه ویجاړ کړل او ۵۷.۴ جریبه امارتي ځمکه یې له غاصبینو څخه استرداد کړه.

ددغه هیئت رییس ځايي اوسیدونکو ته وویل چې یاده ساحه کې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت او تشخیص شوې ده. هغه زیاته کړه چې وروستۍ استرداد شوې ځمکې د ځمکو بانک کې اضافه شوې ترڅو په راتلونکې کې څوک پرې ادعا و نه کړي.

دغه هیئت ټینګار وکړه چې امارتي ځمکو کې خلک له نوو کورونو جوړولو څخه ډډه وکړي؛ ګني بیا له هغوی سره به قانوني چلند وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS