لغمان ولایت کې څه دپاسه ۲۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه
د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې د میاشت په ۵ نېټه د دوشنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد شوي هیئت د امارتي ځمکو د تشخیص او تثبیت په منظور ددغه ولایت اړوند دریو ساحو ته سفر وکړ او څه دپاسه ۲۳۰۰ جریبه ځمکه یې امارتي تثبیت کړه.
په دغې ناسته کې، په علینګار ولسوالۍ کې د یو شخص پر کرنیزو ځمکو د یو شمېر عارضینو موضوع بررسي شوه او پریکړه وشوه چې دغه موضوع د اشخاصو ترمنځ او د شخصي ځمکې په اړه ده او یاد شوي هیئت پورې تړاو نه لري. نو پر دغه بنسټ یاده شوې قضیه محکمې ته راجع کړل شي.
یاد هیئت له ناستې څخه وروسته R1، بدیع الزمان او شلتک ساحو ته ولاړ او ۷۵ جریبه ځمکه یې د مرکز په R1 ساحه کې، بدیع الزمان ساحه کې د ۶ کادستري قطعې اړوند 26.32 جریبه ځمکه او ۲۲۱۵ جریبه ځمکه یې په شلتک ساحه کې امارتي تثبیت کړه.
