فراه ولایت کې ۳۰۷۶ جریبه ځمکه عامه مرعی تشخیص او تثبیت شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۱:۳۶
.

د فراه ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په مرکز کې غلامان سیمې ته ولاړ او ۳۰۷۶ جریبه ځمکه یې عامه مرعی تشخیص او تثبیت کړه. چې ددغې ځمکې یوه اندازه کرنیزه او یو اندازه یې د متصرفینو لخوا آباده شوې ده.

یاد شوي هیئت ددغې سیمې افرادو او اشخاصو ته یاده سیمه کې د ودانییزو کارونو او له جوړولو څخه د ډډې کولو په اړه جدې لارښوونې صادر کړې.

.

په همدې حال کې، د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شو او د هیئت تېر اجراآت او فعالیتونه پکې بررسي شول.

دغې ناسته کې، موظف ټیم د هوني سفلا سیمې څخه خپل راپور وړاندې کړ. دغه راز د یو شخص د موضوع په اړه معلومات چې مرکزي کمېسیون غوښتلي وو جوړ شوو او کمېسیون ته به واستول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS